د هوا پېژندنې ادارې په څو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، د تېر یوه کال موده کې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې تر تېر کال ۳۲ سلنه زیاتې شوې دي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، له هغه مهاله چې د کوکنارو پر کر بنديز لګېدلی، په ټول هېواد کې د کوکنارو هیڅ بوټي نه دی کرل شوی.
کابل (پژواک ۱۰ لړم ۱۴۰۱): په غور او ميدان وردګو کې له ۲۶۰۹ کورنيو سره نغدي، اروزګان کې له ۲ زرو کروندګرو سره د غنمو
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار د ٢٤.٥ میلیونو افغانيو په ارزښت پیل شو.
د چارو اداره وايي، د زابل ولایت د شلمزو ګمرک د جوړېدو لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اراضي له تثبیت وروسته دې د ګمرک ډیزاین او طرح جوړه کړي.
. . .
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش “سیګار” په خپل تازه ۶۲ مخیز راپور کې په دغه هېواد کې د امریکا د متحده ایالاتو د نیمه کاره پروژو د بیرته پیلولو په اړه خبرې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ضایع کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي فضلالحق فاروقي د کورنۍ غړي د سپین بولدک- چمن پر لار پاکستان ته له اوښتو وروسته ورک شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د لسګونو نويو کسانو د ګومارنو ترڅنګ د دغه وزارت لپاره دوه مرستیالان او د هوايي قواوو قومندان ټاکل شوي دي.
کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): مسوولین وايي، په غزني او جوزجان ولایتونو کې له ۲۲۵۶ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو، ميدان
کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د پاکستان د پوځ سخت منتقد مشهور ژورنالیست ارشد شریف په افریقایي هېواد کینیا کې په مرموز ډول وژل شوی
له هېواده بهر «د افغانستان د عدالت او ازادۍ» په نوم ګوند د خپل شتون د اعلان پر مهال د فدرالي نظام پر جوړښت ټينګار وکړ، خو یو شمېر کسانو يې په اړه غبرګونونه ښودلي او نيوکې يې پرې کړې دي.