Language

خاکجبار کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار پیل شو

کابل (پژواک ۸ لړم ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار د ٢٤.٥ میلیونو افغانيو په ارزښت پیل شو.

ياد شوي وزارت په خپل ټويتر ليکلي چې د ټولګټو وزارت له لوري د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په بند غازي سیمه کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دېوال د بیارغونې کار د دغه وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي عبدالولي محمد، یو شمېر تخنیکي رئيسانو، د خاکجبار ولسوال، امنیه قومندان او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

سرچينې د تخنيکي معين په حواله لیکلي، وزارت پلان لري، چې مالي امکاناتو ته په پام سره د هېواد ټول هغه سړکونه او پلونه، چې د طبيعي پېښو له امله ویجاړ شوې دي، بیاورغوي.

د کابل ولایت د ټولګټو رئيس وویل، د دې ترمیماتي پروژې کار د میرودان خصوصي ساختماني شرکت سره د څه باندې ٢٤.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې په څه باندې یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي او د کابل د ټولګټو ریاست له لوري به یې دوامدار نظارت وشي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خاکجبار ولسوالۍ امنیه قومندان او د سيمې قومي مشرانو د ټولګټو وزارت له پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

https://pajhwok.com/ps/2022/08/16/2if-you-fall-into-the-ground-full-of-dust-the-wall-should-not-be-built-the-road-should-be-closed/

پژواک اژانس کابو دوه نيمې مياشتې مخکې (د زمري ۲۵مه) راپور خپور کړی و چې په کې راغلي و، د کابل – جلال‌اباد دویم سړک اړوند د خاکجبار ولسوالۍ په بند غازي سيمه کې د استنادي دېوال یوه برخه سېلابونو نړولې او که ژر ونه رغول شي، د دې ولسوالۍ لاره به بنده شي.