یوناما په داسې حال کې چې وايي د کابل په دشت برچي کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپيانو ۱۱۰ تنو ته رسېدلی چې حکومت تردې مخکې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپيانو ۳۱ تنه اعلان کړی و.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د انکشافي کارونو په ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ وايي، افغانان بايد ډلهييز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زيان رسوي.
د بهرنيو چارو وزارت وروستۍ پېښې د افغانانو د دښمنانو له خوا دسیسه بولي او وايي، اسلامي امارت د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه لري او ځان د ټولو افغانانو د ژوند د ساتنې مسؤول ګڼي.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی، افغانستان کې د ثبات لپاره پر داسې بينالافغاني خبرو ټينګار کوي چې د ټولو افغانانو استازي په کې شتون ولري.
کابل ښاروالۍ د دې ترڅنګ چې وايي مرنجان غونډۍ به ډېر ژر په غوره تفریحي سیمه بدله شي، د دې غونډۍ پر سر د تفريحي پارک د جوړولو چارو د پيلولو خبر ورکوي.
د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني «د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا» له غړيتوبه استعفا ورکول رد کړل او هغه يې ناسم او جعلي خبر بللی دی.
سرچينې وايي، د کابل ښار د خیرخانې سيمې په «پنجصد فاميليو» کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو مسوولینو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير وايي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
چارواکي وايي، د ډاکټر عزیزه افضلي په نوم یوه سوداګره مېرمن د کورنیو چارو وزارت د مرکزي پولیسو د ادارو لپاره د ډبرو سکرو د تهیه او تدارک پروژې ګټونکې شوه.
د هلمند ځايي مسوولین وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال د لفظي شخړې په پایله کې د ډزو له امله دوه ښځې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپيان دي.
په اتريش کې د ويانا د غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې وايي د سياسي خبرو اترو له لارې د هېواد د ستونزو د حل په لټه کې دي، له افغانانو سره د نړۍ د مرستو د عادلانه وېش لپاره د څارنې د يوه ميکانيزم د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي، د دوی درې افغان ښځينه کارکوونکې د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي، خو حکومت وايي چې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې ده.