منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان او ازبکستان امنیتي مسوولینو ترمنځ د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي، د بلخ په حیرتان بندر کې د شمال زون مسؤولینو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخنیوی کوي.

د ياد وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې پرون د بلخ ولايت په حيرتان بندر کې د هېواد شمال زون د سرحدي قوماندانانو او د ازبکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې، د امنيتي او سرحدي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډې پولې د لا ښه امنیت د تأمین، ننګونو حل، لازمې همغږۍ، د سرحدي ځواکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، همداراز دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلې ستونزې به د خبرو له لارې حل کوي او په راتلونکي کې به د هر ډول سرحدي سرغړونو د احتمال مخه نیسي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد پلاوي مشري د افغانستان د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو د شپږمې سرحدي لوا قوماندان مولوي منصور جاوید او د ازبکستان د سرحدي لوا قوماندان ډګروال خالق نظر یلدار کوله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه