د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په هیلګل دره کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، د څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
کابل – ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲ اتصالات په هرات کې د 4G چوپړتیاوې پیل کړې، چې د افغانستان دریم ډیر نفوس لرونکی ښار دی. د 4G
د ملګرو ملتونو سرمنشي د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د سرپرست حکومت له پلاوي سره تر لیدنې وروسته، په ترکیه کې د افغانستان د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ستر تجارتي سوداګریز مرکز (سینټورېس مال مارکېټ) کې اورلګېدلی او وروسته کابو شوی دی.
د کابل امنيه قومنداني وايي، پولیسو هغه تورن قاتل له ۷ نورو همکارانو سره نیولی چې میاشت وړاندې یې له يوه ۱۴ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی و.
د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، په ځینو ادارو کې تازه ګمارنې شوي چې له مخې يې محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او عبدالغني د عدلیې وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د بادغیس مسوولین وايي، د دغه ولايت بند سبزک سیمې ته څېرمه یوې درې ته د موټر غورځېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ژوبل دي.
کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وايي، د بلخ په حیرتان بندر کې د شمال زون مسؤولینو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ هوکړه
د استخباراتو ریاست وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې دوه تنه له انسان تښتوونکو ژغورلي دي.
یوناما په داسې حال کې چې وايي د کابل په دشت برچي کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپيانو ۱۱۰ تنو ته رسېدلی چې حکومت تردې مخکې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپيانو ۳۱ تنه اعلان کړی و.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د انکشافي کارونو په ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ وايي، افغانان بايد ډلهييز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زيان رسوي.