د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له یاد وزارته غوښتي چې له خبریالانو سره دې رغنده خبرې اترې ولري.
. . .
په کابل کې ديني عالمان وايي، له زده کړو د نجونو محرومول هيڅ شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زده کړې کولای شي.
اسوشيتد پريس د کابل د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا لسګونو مېرمنو ته د محرم نه لرلو له امله بهر ته د تګ اجازې نه ورکولو خبر ورکوي، خو اریانا شرکت وايي چې د دوی په پروازونو کې د ښځو لپاره کومه ستونزه نشته او نه يې هم په دې اړه کوم مکتوب ترلاسه کړی دی.
د هیواد نامتو سندرغاړي فرهاد دريا د ازادۍ ايتلاف (The Liberty Coalition) له لوري د افغانستان د سوله ييز اړخ د ښودلو په موخه په سویس کې وطني سندرې وړاندې کړي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو درېیمه ناسته راتلونکې اونۍ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې جوړيږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه ځانګړې غونډه کوي.
د هرات مسوولین وايي چې هراتیانو په ایران کې د لاسي صنایعو او دوديزو هنرونو نندارتون پرانيست.
د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، د ملي راډيو تلويزيون اړوند خواله رسنيو له نښان (لوګو) څخه د ملي بيرغ رنګ لرې کړی او پر ځاى سپين رنګ ورته غوره شوى چې د خلکو سخت غبرګونونه يې پارولي دي.
کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی مشر وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون له درېيو نیول شوو کسانو دوه