کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی مشر وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون له درېيو نیول شوو کسانو دوه یې بېرته خوشي کړي او یو کس لا هم په بند کې دی.
پرون سرچينو ویلي وو چې د حکومت استخباراتو د طلوع نيوز خصوصي ټلوېزیون د مشر په ګډون درې کارکوونکي نیولي دي.
خو د طلوع نیوز پخواني مشر لطف الله نجفي زاده نن سهار پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د طلوع نیوز خبري څانګې مشر خپلواک ساپی او د ټلوېزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشي شوي.
خو نجفي زاده وايي چې د دغه ټلويزيون ویاند بهرام امان لا هم له امنیتي ځواکونو سره په بند کې دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د طلوع ټلوېزیون د دغو خبریالانو او کارکوونکو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.
د یوناما دفتر په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې دغه ژورنالېستان باید ژر تر ژره خوشي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې ٩٩ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










