Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پنجشېر کې په دیارلسم ځل د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۸۶۷ قیراطه زمرد په ۲۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اړتیا ده څو د برېښنا شرکت د دوی د سیمو برېښنا تامین کړي؛ ځکه د وچکالیو له امله د هغو کوچنیو بندونو د برېښنا د تولید ظرفیت چې د خلکو له لوري جوړ شوي، ۷۰ سلنه ټیټ شوی دی.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت يه شتل او ابشار ولسوالیو کې د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ پرمختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې له انټرنېټي خدمتونو برخمن شول چې له دې مخکې انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره د دغه ولایت مرکز او یا د غرونو لوړو څوکو ته تلل.
د زمردو د پلور په یوولسمه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو ۷۴۳۰.۳ قیراطه استخراخ شوي زمرد په ۱۴۲ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ اوسېدونکو په داسې حال کې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړ چې مخکې له دې به یې انټرنېټ ته د لاسرسي پیدا کولو لپاره اوږد مزل کاوه.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې په لسم ځل د ۱۹۸۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۱۵۱۹ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي چې په نهم ځل د اتیا زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو ۲۷۴۶ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد و پلورل شول.
پاراخ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د پوهنې رياست د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې
د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د پنځه میلیون او اته سوه زره افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو او درېیو مدرسو له بیارغولو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې په اتم ځل د دغه ولایت له کانونو د ۱۲۳ زره او ۴۰۰ ډالرو په ارزښت تازه استخراج شوي زمرد پلورل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن