منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پنجشېر ښوونځیو ته څه باندې ۱۱۵ زره ټوکه درسي کتابونه‎ ورکړل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۰ کتنې · تازه شوی

پاراخ (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د پوهنې رياست د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ښوونځيو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې د څه باندې ۱۱۵ زره ټوکه درسي کتابونو د وېش خبر ورکوي.‎

د پنجشېر د پوهنې رييس حبيب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو کتابونو کې پنځوس بېلابېل مضمونونه شامل دي.

هغه څرګنده کړه چې د دغو کتابونو په وېشلو سره د پنجشېر په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوې ده.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په نوو کتابونو کې ځيني عنوانونه د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د اړتيا له مخې بدل شوي او د ځوانانو لپاره ګټور موضوعات په‌کې شامل شوي دي.

هغه وویل چې له دې مخکې هم سږ کال د دغه ولايت ښوونځيو ته څه باندې سل زره توکه کتابونه وېشل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو په ښوونځیو کې هم د درسي کتابونو د کمښت ‎راپورونه خپاره شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه