پاراخ (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲ ): د پنجشېر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت يه شتل او ابشار ولسوالیو کې د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ پرمختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د پنجشېر ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د اوبو رسونې شبکو، کرنې، ټراسپورټ او ودانیزو او د ټولنیزو مرستو په برخه کې وې چې د نړۍوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق په مالي ملاتړ د دغه ولایت په شتل او ابشار ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر یادو پروژو ټولټال ۷۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د پنجشېر والي حافظ محمدآغا حکیم هم په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د پنجشېر ترڅنګ په ټول هېواد کې د بنسټیزو او پرمختیايي پروژو تطبیق ته ژمن دی.
هغه ویلي، هر څوک او هره موسسه چې په افغانستان کې د بیارغونې پروژو د پلې کولو هوډ لري، اسلامي امارت یې هرکلی کوي او ټولې اسانتیاوې ورته برابروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP