د کابل جمهوریت روغتون پتالوژي برخه په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې د هېواد عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو څلور میاشتو کې ۱۳زره او ۵۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.
وې خبریالې چې له درېیو کلونو راهیسې یې سوداګرۍ ته مخه کړې، د نارینه او ښځینه جامو تولیدي کارخونې په جوړولو سره یې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د پوهنې وزارت مسوولین وایي، په دولتي ښوونځيو کې نږدې ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا ده چې په راتلونکو يو یا دوو کلونو کې به جذب شي.
په کابل کې د خصوصي ښوونځيو اتحادیې مسوولین وايي، په هېواد کې له بدلون وروسته نه یوازې ۲۰۰ ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي، بلکې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته ۳۰ سلنه زده کوونکي هم کم شوي دي.
د ځینو رسنیو مسوولین وايي چې د سوداګریزو خبرتیاوو په کمېدو سره یې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکوي چې پر داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د برېښنا لګښتونو په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.
ملي دفاع وزارت وايي، د تېر حکومت یو پیلوټ له خپلې کورنۍ سره یو ځای د هېواد د خدمت لپاره بېرته افغانستان ته راستون شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان افغانستان کې له شته اوبو څخه د استفادې کچې ټيټوالي خبره کوي، خو وايي چې سږنی کال یې «تر ځمک لاندې اوبو ککړتیا مخنیوي او ساتنې» په شعار پېل کړی دی.
. . .
د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژواک د خبریال په ګډون څلور کسان د کال غوره خبریالانو په توګه اعلان کړل.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو مسوولین وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله روان کال کې د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې، خو د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کچه دوه برابره ډېره شوې ده.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ الوتنې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پیل شي.