د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د افغان متخصصینو ادارې رییس وايي چې د بېلابېلو برخو سلګونه متخصصین چمتو دي چې هېواد ته راستانه شي او له کوم امتیاز غوښتنې، شخصي او سیاسي هدف پرته د خلکو خدمت وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې لومړی ځل د رسنیو پر وړاندې راښکاره شو، د عمومي بښنې فرمان پر عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل، هغه ښځې چې نن د پولیسو له اکاډمي فارغې شوې، پر دندو ګومارل کېږي.
حکومتي چارواکي وایي چې د کور په کور چاڼیزو عملیاتو د ژر پای ته رسېدو په موخه دې خلک دولتي او نظامي وسایل مسوولینو ته تسلیم کړي.
. . .
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وایي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د کابل له ورودي دروازو څه د پاسه ۲۲ میلیون افغانۍ عایدات ټول شوي دي.
د افغانستان بابکرخېلو قومي شورا له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له نورو نړيوالو ارګانونو غوښتي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په ازادولو کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، د سرپرست حکومت د استازو په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ناسته د روان کال د مارچ په وروستیو کې په چین کې جوړېږي.
کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د رییس الوزرا اداري مرستیال د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د سرطاني ناروغانو د درملنې او کرونا
د شمالي ولایتونو د لین موټر چلوونکي او د چلوونکو د اتحادیې مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د خلکو له بې کاره کېدو سره پر دغه لین د چلېدونکو موټرو شمېر ډېر شوی چې له امله یې د دوی روزګار اغېزمن شوی دی.
د ملي بانک پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې دغه بانک په کافي اندازه فزیکي پیسې لري او کولای شي په بېلابېلو برخو کې له سوداګرو سره همکاري وکړي.