ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک خبریال، د کال له څلورو غوره خبریالانو وپېژندل شو

د پژواک خبریال، د کال له څلورو غوره خبریالانو وپېژندل شو

author avatar
16 Mar 2022 - 19:06
د پژواک خبریال، د کال له څلورو غوره خبریالانو وپېژندل شو
author avatar
16 Mar 2022 - 19:06

کابل (پژواک، ٢٥ کب ۱۴۰۰): د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژواک د خبریال په ګډون څلور کسان د کال غوره خبریالانو په توګه اعلان کړل.

د افغان خبریالانو ټولنې له خوا نن کابل کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دې ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وویل، د دغه مرکز له خوا څلور کسان د کال غوره خبریالانو په توګه انتخاب شوي دي.

هغه وویل، په دې څلورو کسانو کې د پژواک خبریال قطب الدین کوهي، د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ، د هشت صبح خبریالان حسیب الله بهش او د فرانسې خبري اژانس خبریال عارف کریمي شامل دي.

د افغان خبریالانو د مرکز له خوا یادو څلورو خبریالانو ته د کال د غوره خبریالانو جایزه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کال د غوره خبریالانو رقابتي پروګرام په ۱۳۹۲ کال کې پیل شوی دی.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.