د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره په لیدنه کې د یادې پروژې د عملي کار د چټکتیا او په هرات ښار کې د ګاز د وېش شبکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او وروسته له شلو کلونو دې پایلې ته ورسېدل چې لویه اشتباه یې کړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد الف لوبډله د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن عمان ته لاړه.
د قطر د ورزش وزیر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له عمومي رییس سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ورزش برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ برخو د پام وړ پرمختګ کړی او د تازه مېوې او سبزیو د صادرولو برخه کې ستونزې به هم هوارې شي.
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د هنډبال ملي لوبډلې لپاره ۱۸ لوبغاړي غوره شول.
د فوټبال فدراسیون وایي چې ایرانی میثم اشتیانی یې د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لپاره د درېیو میاشتو لپاره د روزنکي په توګه وګوماره.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال وايي چې افغانستان اوس د کرنې او مالدارۍ په ډېرو برخو کې ځان بسياينې ته رسېدلی چې ورسره لسګونه زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د ترکمنستان د برېښنا وزیر د راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون غځولو او لاسلیک په موخه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ته عشقاباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او بنګلهدېش ترمنځ د نومبر میاشتې په شپږمه د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيلېږي.
قرغیزستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي بلخ ولایت کې افغان پلاوي ته وسپارل.