د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نسناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له عمان سره کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د قرغیزستان او ازبکستان هېوادونو دوو شرکتونو په افغانستان کې له نوې ټکنالوجۍ په ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید پروژ کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د عمان او هانګکانګ هېوادونو له لوبډلو سره په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هانګکانګ سره کوي.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د دوو شلاووریز تمریناتي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د ترکیې ټیکا مؤسسه د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه، د ملي ارشیف، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز برخو کې خپله همکاري پراخوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د دوه شل اووریزه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د عمان له لوبډلې سره وکړي.
د «رېنیووا» په نوم د یوې جاپاني کمپنۍ رییس د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي.
د یوناما سیاسي برخې مسوول ويلي، په هڅه کې دي د خبرو له لارې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته کړي او د بحث وړ لویو موضوعاتو ته اساسي حللارې ولټوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د دوه شل اووریزه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د عمان له ملي لوبډلې سره وکړي.
افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ اعلان کړی چې د هېواد د ۲۲ ولایتونو له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره یې د ۱.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي کېټونو مرسته کړې ده.