د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې له ایران سره د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د المان د ۱۱،۲ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه د ۷۷،۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت انجه او زعفران بهر ته صادر شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو او له دغه بسه به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره کار واخیستل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته تللې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي، له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د برېښنا پراختیا او اوبو رسولو پروژو برخه کې مرسته وکړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په دغه هېواد کې له افغان سفیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډلې او هانګکانګ ترمنځ پایلوبه د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه خو د دوو لوبو په ګټلو او ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله اتله اعلان شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) نن له هانګکانګ لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په کچه ۳۲۲۸ کسان د نسناستي پر ناروغۍ اخته شوي چې د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له عمان سره کوي.