کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د المان د ۱۱،۲ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
اوچا نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دا مرسته چې شاوخوا ۱۰ میلیون یورو کېږي، د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.
دغه بنسټ ویلي: «ستاسو دوامداره ملاتړ په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورنې لامل کېږي.»
د روان کال وږي میاشت کې بریتانیا هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شپږ میلیونه پونډ مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP