قرغیزستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي بلخ ولایت کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له فلسطین سره لوبه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د امریکا پر بندیزونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، یادو بندیزونو افغان کډوالو ته د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی او باید سیاسي انګیزې د مرستو وړاندې کولو خنډ ونه ګرځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال وايي چې اسلامي امارت د رسنيو له اغېزمنتيا څخه انکار نه شي کولی، خو ځينې ډلې د رسنیو له نوم غلطه ګټه اخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په بېلابېلو سکټورونو کې شاوخوا پنځه میلیارده او ۳۴۸ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ځينو هېوادونو او جهتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او جنسیتي تبعیض ادعا کړې، خو ا.ا دغه ادعاوې بېځایه بولي او وايي، په هېواد کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نهکېږي.
د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې ۴،۱ میلیون مټریک سوداګریز توکي صادر، وارد او ترانزیټ شوي دي.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سعودي عربستان سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام لوبو په لړ کې نن د پاراګوای هېواد له ملي لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسوولین وایي چې د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار وکړي.
هرات کې ځايي سرچینې وايي، د افغانستان پر کاني توکو بار دویم ترانزیټي اورګاډی ترکیې ته روان شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.