د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له ګواتمالا سره ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې دفتر (اوچا) وایي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۶،۸ میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه وه او هېواد یې نه غواړي چې دغه جګړې بیا پيل شي.
افغانستان له ترکمنستان سره د «ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون»، د هرات – سنوبر اوسپنې پټلۍ د عمل پلان او د «ټاپ» پروژې پلې کېدو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ ترمینال د پراختیا هوکړهليکونه لاسلیک کړل.
ځینو افغان چارواکو ویلي، له افغانستانه د وروستي امریکایي عسکر له وتلو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د امپراطوریو هدیرې په توګه وپېژندل شو او نور به څوک «د ازادۍ حس د دښمن د ډېر زور له امله ونه ځپي.»
د کرنې وزارت مسوولین وايي، د وروستي یوه کال په اوږدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې او د کرنې او مالدارۍ وزارت سکټور د ملاتړ په موخه یې پر کروندګرو او مالدارانو ۱،۳ میلیارد افغانۍ وېشلې دي.
د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو په موخه چمتو دی چې د دغه هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
د ماليې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د «يواېنډيپي» له مشره وغوښتل چې په افغانستان کې سترې پراختیایي پروژې پيل کړي او هغه هم ژمنه وکړه، هڅه کوي له یاد وزارت سره په همغږي ګټورې اقتصادي پروژې پلې کړي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا څه باندې ۴۰ زره عبوري الوتنې ترسره شوې او په وروستیو دوو میاشتو کې د دغو الوتنو شمېر ډېر شوی دی.