تاشکند کې د امریکا سفیر ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا څه باندې ۴۰ زره عبوري الوتنې ترسره شوې او په وروستیو دوو میاشتو کې د دغو الوتنو شمېر ډېر شوی دی.
د افغانستان فاریاب ولایت استقلال فوټبال لوبډلې خپله دوستانه لوبه د ازبکستان سرخاندریا ولایت قزریق لوبډلې ته دوه – صفر وبایلله.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې پخوا په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا تر ۱۱۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کېدې، خو اوس یې شمېر ۲۶۰ ته رسېدلی دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي چې د تېر یوه کال په موده کې یې د افغانستان په کچه د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې پلې کړې دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، دوو افغان او ترکي شرکتونو له بېلابېلو سرچینو څخه د ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په پروژو کې پانګهونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کویټ پانګهوال وایي، په افغانستان کې د هغو مرستو لپاره بنسټ جوړوي چې د اسلامي هېوادونو له لوري له دغه هېواد سره کېږي.
د ا.ا ویاند وایي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر راتګ ځکه بندیز لګول شوی چې «د افغانستان په اړه یې پروپاګند کول.»
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د اېمپاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي، وایي دې برخه کې یې ځینې تګلارې هم جوړې کړې دي.
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو کې نن له قرغيزستان سره لوبېږي.