کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کویټ پانګهوال وایي، په افغانستان کې د هغو مرستو لپاره بنسټ جوړوي چې د اسلامي هېوادونو له لوري له دغه هېواد سره کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (د وږي لومړۍ نېټه) په خپل دفتر کې د کویټ هېواد له یو شمېر پانګهوالو سره وکتل.
سرچینې ویلي، د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، په یاده لیدنه کې کویټي پانګهوالو وویل، افغانستان اوسمهال د پانګونې لپاره پر یوه مناسب هېواد بدل شوی او دوی لېواله دي چې دلته په بېلابېلو برخو کې پر پانګونې سربېره د سوداګرۍ برخه کې هم فعالیت وکړي.
یادو پانګهوالو زیاته کړې، دوی غواړي په افغانستان کې د هغو مرستو لپاره هم یو پياوړی بنسټ جوړ کړي چې د اسلامي هېوادونو د خلکو له لوري ورکول کېږي.
د دوی په خبره، دغه بنسټ به له اسلامي امارت سره په همغږۍ یادې مرستې له بېوزلو افغانانو سره د مرستو او پرمختیايي کارونو برخو کې ولګوي چې له امله به یې نوي کاري فرصتونه او د زېربناوو برخه کې پرمختګ رامنځته شي.
سرچینه کاږي، په یاده لیدنه کې برادر په افغانستان کې د کویټي پانګهوالو له پانګونې، دلته د سوداګرۍ برخه کې د هغوی له فعالیت او دغه راز په پراختیايي برخو کې د یوه قوي بنسټ رامنځته کېدو هرکلی وکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملا برادر کویټي پانګهوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت یې پوره همکاري او ملاتړ کوي.
دغه راز، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر روسي او افغان سوداګرو سره هم وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې ملا برادر وویل، افغانستان دا مهال د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري، کورني او بهرني سوداګر او پانګوال کولای شي دلته پانګونه وکړي.
برادر زیاته کړې، دوی تل له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي او یا هم د سوداګرۍ برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
اقتصادي معاونیت ویلي، په یاده لیدنه کې روسي سوداګرو په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول صنعتي سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده، ویې ویل، دوی غواړي د سوداګرۍ برخه کې خپلې همکارۍ له افغان سوداګرو سره زیاتې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن