بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کانونواو پټرولیم وزارت وایي چې د بدخشان د ارغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان په یوه شفافه داوطلبۍ کې د باختر فولاد شرکت ته په قرارداد ورکړل شو
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په بدخشان کې د یوې الوتکې غورځېدو له پېښې څلور ژوندي پاتې کسان کابل ته ولېږدول شول او د روغتیايي ټېمونو له لوري لومړني روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، لومړني معلومات ښیي چې یوه روسۍ الوتکه چې له هند څخه د تاشکند په موخه الوتې وه، احتمالاً د بدخشان د زیباک او کران او منجان ولسوالیو کې لوېدلې وي.
بدخشان کې حکومتي چارواکي وايي، د هغه سړک د جوړولو چارې چې افغانستان له چین سره نښلوي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د دوو جلا پېښو پایله کې دوه کسان مړه شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د ځایي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شلکلنه دښمني پای ته ورسېده.
بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له کوچني پامیر وروسته د لوی پامیر څه باندې ۱۵۰ کورنۍ هم په لومړي ځل له مخابراتي خدمتونو برخمنې شوې.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم ولسوالۍ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
ځایي مسوولین وايي چې د بدخشان په ارغنجخواه او د ننګرهار په سرهرود ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه او درې امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.