ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

بدخشان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
13 Jan 2024 - 15:51
بدخشان کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
13 Jan 2024 - 15:51

فیض‌اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د ځایي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل‌کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د کشم ولسوال قاري محمداصف ظفریار وايي، د مرحوم عبدالمتین او مرحوم عبدالاول کورنیو ترمنځ دښمني چې شل کاله مخکې د دې ولسوالۍ په ناب کلي کې د میراث پر سر رامنځته شوې وه، پای ته ورسېده.

هغه زیاته کړه، په یاده دښمنۍ  کې د «رفیع‌الله» په نوم یو کس وژل شوی و چې نن مقابل لوری د رفیع‌الله د زامنو او کورنۍ له خوا وبښل شو او شل‌کلنه دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

هغه وايي، یادې کورنۍ چې اوس یې یو بل ته د دوستۍ او ورورۍ لاس ورکړ، وايي چې له شلو کلونو راهیسې یې هیڅ د ارامۍ احساس نه دی کړی، بلکې اندېښمنې به وې چې دغه دښمني یې لا لویه نه شي.

هغه زیاتوي چې اوس د مخورو او مسوولینو په منځګړیتوب د یادو کورنیو ترمنځ دښمني حل شوې او اندېښنې یې له منځه تللې دي.

هغه زیاتوي، تل د ورته قضیو د حل برخه کې کار کوي او هڅه کوي چې مخور خلک وهڅوي او د هغوی په مرسته دښمنۍ پای ته ورسوي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.