ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني برېښنا شرکت وايي چې د غزني ښار اړوند نواباد سیمې ۱۲۵۰ کورونو ته یې د برېښنا رسولو پروژه بشپړه کړه.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۴ کال لپاره تمدید کړ.
د برېښنا ریاست وایي چې د نغلو د برېښنا تولید فابریکې دویم ټوربین له اساسي رغونې وروسته بېرته فعال کړی او د دغه ټوربین برېښنا یې له شبکې سره وصل کړې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د اوبو کموالي له امله به د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده وي.
افغانستان له ازبیکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره له د برېښنا پېرودلو تړون تمدید او لاسلیک کړ.
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ میوندي له سبسټېشنه د برېښنا د وېش شبکه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت حکم سنایي ښارګوټي کې د شپاړسنیم میلیونو افغانیو په لګښت دوه د برېښنا ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له ایران څخه په ژمي کې د پرچاوۍ او برېښنا تعرفې کولو غوښتنه وکړه.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر کارخونېلرونکي وايي چې د برېښنا کمښت او پرچاوۍ د تولیدي کارخونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن