ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا کمښت او پرچاویو د هرات صنعتي ښارګوتي کارخونو تولیدات ټکني کړي

د برېښنا کمښت او پرچاویو د هرات صنعتي ښارګوتي کارخونو تولیدات ټکني کړي

author avatar
30 Sep 2023 - 19:34
د برېښنا کمښت او پرچاویو د هرات صنعتي ښارګوتي کارخونو تولیدات ټکني کړي
author avatar
30 Sep 2023 - 19:34

هرات (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲ ): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یو شمېر کارخونې‌لرونکي وايي چې د برېښنا کمښت او پرچاوۍ د تولیدي کارخونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د لوېدیځې حوزې ځینې مهمې تولیدي کارخونې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت کوي؛ د یادو کارخونو مالکان له حکومته غواړي څو په دغه ښارګوټي کې د سلګونه میلیون ډالرو پانګونې ته په پام سره له دوی عملي ملاتړ وکړي.

د هغوی په وینا، د ورځې په لړ کې د برېښنا په وار وار قطع او وصل کېدل په یادو شرکتونو کې د تولید د ټکني کېدو لامل شوی دی.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کیک او بیسکویټ تولیدي کارخونې‌ مالک نذیراحمد موحد وایي، داسې مهال چې برېښنا نه وي او یا پرچاوي ولري، تولیدات ځنډیږي چې دغه چاره یې پر ورځنیو چارو او کاري پلان کې له تغییره نیولي د کارکوونکو تر معاشونو پورې منفي اغېز کوي.

هغه ټینګار کوي د منظمې برېښنا نه شتون او پرچاوۍ د یادو ستونزو لامل شوي او دوی یې زیانمن کړي دي.

په صنعتي ښارګوټي کې د نوشابو یو تولیدکوونکی فریداحمد خطیبي وایي چې د برېښنا نه شتون د تولیداتو د کمېدو لامل ګرځي.

نوموړي زیاته کړه چې د برېښنا قطع او وصل کېدل د کارونو د خنډ او ځنډ لامل کېږي.

هغه وويل: «موږ ثابت لګښتونه لرو، که کار وکړو او که نه، له ٥٠ تر ٦٠ زره افغانۍ زموږ ورځني لګښتونه دي؛ د برېښنا تلل و راتلل، زموږ لپاره تاوان دی، دغه زیان د دې لامل ګرځي څو له کاره مو زړه تور شي او کار وځنډوو.»

بلخوا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم هم د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا ستونزه مني، خو وايي، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا د نشتوالي ستونزې له پخوا شتون درلود او باید د حل لپاره یې اساسي اقدام وشي.

هغه په دې اړه چې د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي د برېښنا د ستونزې د هوارېدو لپاره یې کوم اقدامات ترسره کړي څه ونه ویل خو له حکومته غواړي څو د یادې ستونزې د حل په موخه جدي اقدام وکړي.

ورته مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت وایي، د صنعتي ښارګوټي د برېښنا ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات ترسره کوي.

سیرت څرګنده کړه چې لومړي پړاو کې هڅه کېږي څو د ایران د برېښنا ترڅنګ د ترکمنستان د برېښنا لین هم پیاوړی شي او دویم پړاو کې د نور جهاد سب‌ستیشن هم فعالیږي او برېښنا یې صنعتي ښارګوټي ته ورکول کېږي.

هغه وویل: «د صنعتي ښارګوټي د برېښنا د تقویت لپاره دوه طرحې لرو؛ یو دا چې د ترکمنستان برېښنا قوي کړو څو د برېښنا ظرفیت لوړ شي او بله طرحه دا چې هرات ولایت کې نور جهاد سب‌ستیشن جوړ شوی او په عملي کېدو به یې د برېښنا ستونزې هوارې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په دې وروستیو کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیدي کارخونو فعالیت ډېر شوی او ځینو شرکتونو خپل محصولات اروپایي او امریکايي هېوادونو ته هم صادر کړي او د دې ترڅنګ اوسمهال د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې ۳۰۰ کوچنۍ او لویې تولیدي کارخونې فعالیت کوي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.