د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې پر صنعتي پارکونو د برېښنا پرې کېدو خبر ورکوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، صنعتي پارکونه به ژر په دوو ګروپونو کې لس – لس ساعته برېښنا ورکړي.
د اوبو او برېښنا وزیر وایي، ازبکستان تېره ورځ د وارداتي برېښنا یوازې ۱۰۰ میګاواټه پرېیښې او تر راتلونکو درېیو ورځو به ۳۰۰ میګاواټ نوره هم راپرېږدي.
. . .
د کابل ښاریان او صنعتګر د برېښنا له دوامدارې پرچاوۍ شکایت کوي او وايي، دې ستونزې د ۹۰ سلنه فابریکو فعالیتونه درولي؛ خو برېښنا شرکت د هواري لپاره یې د هڅو پیلېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکټور یو شمېر پانګهوال د برېښنا له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده او حکومت یې باید کمه کړي.
له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزیو غځولو او پایو لګولو چارې- چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې – د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء په حکم بیا پيل شوې.
د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه زیاته شي. د