ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صنعتي پارکونه له ۲۰ ورځو راهیسې برېښنا نه لري خو مسوولین وايي ژر به نوبتي برېښنا ورکړي

صنعتي پارکونه له ۲۰ ورځو راهیسې برېښنا نه لري خو مسوولین وايي ژر به نوبتي برېښنا ورکړي

author avatar
29 Jan 2023 - 15:26
صنعتي پارکونه له ۲۰ ورځو راهیسې برېښنا نه لري خو مسوولین وايي ژر به نوبتي برېښنا ورکړي
author avatar
29 Jan 2023 - 15:26

کابل (پژواک، ۹ سلواغې ۱۴۰۱): د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې پر صنعتي پارکونو د برېښنا پرې کېدو خبر ورکوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، صنعتي پارکونه به ژر په دوو ګروپونو کې لس – لس ساعته برېښنا ورکړي.

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي د پژواک تناظر ټوېټرسپیس کې تېره شپه وویل چې د هېواد په صنعتي پارکونو کې هیڅ یوه فابریکه له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې برېښنا نه لري.

دی وايي: «فابریکې له سقوط سره مخ شوې او هر څه یې له لاسه ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه، صنعت د افغانستان په اقتصاد کې د ملا د تیر رول لري او همدا اوس په هېواد کې تر ۱۵۰ میګاواټه برېښنا شته خو دا څنګه پرېکړه ده چې بیا هم صنعتي پارکونو ته برېښنا نه ورکول کېږي.

ساپی زیاتوي: «صنعتي پارکونو ته برېښنا له هر څه ډېره مهمه ده؛ ځکه د خلکو کار ورسره تړلی او د توکو صادراتو موضوع هم مطرح ده.»

دغه راز هغه وايي: «دا چې وارداتي برېښنا وخت ناوخت پرې کېږي نو موږ د برېښنا له شرکت سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلي یو چې صنعتي پارکونو ته باید له ماهیپر او نغلو له شپږو تر ۱۲ ساعتونو برېښنا ورکړل شي خو په دې برخه کې ستونزه دا ده چې سل میګاواټه وارداتي برېښنا شته، د نغلو برېښنا هم شته او ۲۰ میګاواټه د ماهیپر ده، ولې صنعتي پارکونو صفر دي؛ علت یې څه دی؟»

د صنعت‌کارانو ټولنې مشر وویل، برېښنا شرکت ته یې ویلي چې صنعتي پارکونه تر ۱۷۰ میګاواټ پورې برېښنا ته اړتیا لري خو که دوی ته تر ۵۰ میګاواټه دوامداره برېښنا ورکړای شي نو فابریکې به هماغسې ځانونه برابر کړي څو کارګر له لاسه ور نه کړي او مارکېټ ونه بایلي خو په خبره یې، «متاسفانه په دې اړه هیڅ غور نه دی شوی.»

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزي په صنعتي پارکونو کې د برېښنا یاده ستونزه مني.

هغه په تناظر خپرونه کې وویل: «په کابل او جلال‌اباد کې په رښتیا هم صنعتي پارکونه د برېښنا کمښت له امله په ټپه ولاړ دي؛ ځکه دغه پارکونه تر ۱۵۰ میګاواټه پورې برېښنا ته ضرورت لري خو شته انرژي ورته نه رسېږي مګر هڅه روانه ده چې په لنډو ورځو کې ورته وصل شي.»

دی وايي، د ازبکستان برېښنا شرکت نن د ۳۰ میګاواټ نورې برېښنا وصلولو ډاډ ورکړی چې وصل شي د هېواد صنعتي پارکونو ته به د دوو ګروپونو له لارې لس – لس ساعته برېښنا ورکړي.

د یادونې ده، له تېرو دوو اونیو راهیسې ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې کړې خو چارواکي یې تخنیکي ستونزه بولي او وايي، ازبکستان اوسمهال شاوخوا ۱۳۰ میګاواټه برېښنا راپرېیښې ده.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس په خبره، دغه شرکت د ازبکستان له برېښنا شرکت سره په اړیکه کې دی څو له تړون سره سم برېښنا افغانستان ته ورکړي.

د راپورونو له مخې، له تړون سره سم باید ازبکستان افغانستان ته شاوخوا ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکړي.

Visits: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.