د استخباراتو رياست وايي، په بغلان کې يې یو شمېر وسلې، ۱۰۴ کیلوګرامه تریاک او ۱۱ کیلوګرامه هیروئین کشف او ترلاسه کړي دي.
د بغلان په بورکې ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم مړ شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ له ١٥٣٨ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، له نشهيي توکو سره په تړاو او شراب جوړولو په تور یې ۱۳ کسان نیولي دي.
د بغلان د ترافیکو مسوولین وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ سیمه کې له سړک څخه د سراچه موټر ښویېدو په پېښه کې در ې کسان مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د بغلان د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ٢٧٣ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې د یادو ښوونځیو ١٥٥٤٢١ زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې له شته وچکالۍ سره سره بيا هم د روميانو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د بغلان د احصايي اداره وايي چې په تېرو نهو مياشتو کې څه باندې ٤٦ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې او له دغه درکه هره مياشت درې ميليون افغانۍ عوايد هم ترلاسه شوي دي.
په بغلان کې د خټکيو کروندګر وايي، د بېوخته اورښتونو او ځينو ناروغيو له امله سږ کال په دغه ولايت کې د خټکيو د حاصلاتو کچه ټېټه شوې ده.
د بغلان حکومتي سرچینې وایي، په مرکز پلخمري کې يوه ښځه د خپل لېوره له خوا په ډزو وژل شوې ده.
د بغلان د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د ځمکې لاندې اوبو سطحې د کښته کېدو له امله يې په دغه ولایت کې د ژورو څاهګانو پر کیندلو بندیز لګولى دى.
ځایي سرچینې وايي، د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ په ګوزه ریګ سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی دی.