چارواکي وايي، په شمالي سالنګ کې دوه جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې یو ډاکټر وژلی دی.
د بغلان امنیتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د دریو ښځو په ګډون ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
په بغلان کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د برېښنا شرکت له پخوانیو پوروړو ۴۵ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي چې د ټول پور ۲۴ سلنه جوړوي.
بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ چارو مسوولین وايي سږ کال به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې څلوېښت زره نیالګي کېښودل شي چې نهه زره به یې مېوه لرونکي وي.
د بغلان د کانونو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د يوه کان د غورځېدو له امله ١٠ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټ ادارې چارې تر نامعلوم مهاله ځنډېدلې دي.
د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې په خوست او اندراب ولسواليو کې لس غير مسوول وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ټولګټو رياست مسوولین وايي چې د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسواليو لويه لار چې د وروستيو واورو له امله تړل شوې وه، بېګا د ټرافيکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.
د بغلان حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د يوه ځوان جسد موندل شوى دى.
بغلان ولايت کې پرون د پوليو یا ګوزڼ واکسین سراسري کمپاين پيل شوی چې په لړ کې به يې څه باندې ۳۰۰زره ماشومان واکسين شي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې په ياد ولايت کې د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.