د خوړو نړیوال سازمان/ WFP د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې، ۱۵۰۱ مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.
د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، نن د دغه ولایت په زرمت او میرزکې ولسوالیو کې له ۵زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې له نږدې اته زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وېش پيل شو.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري له ۳۲۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت له ۳۱۵ یتیمو ماشومانو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
د غزني اوسېدونکي وايي، په سږنۍ روژه کې د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې او ډېر خلک یې د پېرلو توان نه لري.
د کندوز اوسېدونکي په روژې میاشت کې د خوراکي توکو له لوړو بیو نه شکایت لري او وایي د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
په کندهار کې د روژې میاشتې له راتلو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې خلک یې د کنټرول غوښتنه کوي.
د خوست ښار ځیني اوسيدونکي وايي چې د روژې په راتګ سره په دغه ولايت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي؛ خو حکومتي مسوولين بيا په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبر ورکوي.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال سازمان له لوري ۲۶۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غزني د مقر او آب بند ولسوالیو پر ۳۵۰۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پیل شو.
لښکرګاه (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په هلمند کې د خوړو نړیوال سازمان/WFP له ۸۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او د کډوالو نړیوال