د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د «امن» په نوم د فوټبال پیل شوې سیالۍ – چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ – نن پای ته ورسېدې.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې تر دې مهاله یې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د شکرپارې له باغونو ۷ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ او په دې ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه
کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : د زابل امنیه قومانداني وایي، پنځه تنه نارینه او ښځینه چې د محکمې لخوا محکوم شوي وو، په دُرو
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې لسګونه ماشومان د شري پر ناروغي اخته شوي چې څلورو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زابل په مرکز کلات کې د مجید زابلي په ښارګوټي کې د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې په لومړي ځل ټېلیفوني او انټرنیټي خدمات پیل شول.
د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
د کابل- کندهار پر لویه لاره د زابل په مرکز کلات کې د سراچه او ټېلر موټرو د ټکر له امله ۴ کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپې شوې ده.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال نن زابل ته د خپل سفر پر مهال وويل چې د وروستیو سېلابځپلو لپاره د مرستې په موخه د دغه ولایت چارواکو ته د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې سپارل شوې دي.
په زابل ولايت کې له دوه زره سېلاب او وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وشوه.