منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۹ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زابل په شملزو کې خلکو لاریون وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې

کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د زابل د شملزو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو لاریون وکړ او په دې ولسوالي کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د دروازې پرانیستلو او ګمرک جوړولو غوښتنه وکړه.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال حاجي قمرالدین سرحدوال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د دروازې او ګمرک د تاسیساتو جوړولو لپاره ځایونه مشخص شوي او بودجه یې منظور شوې خو عملي کارونه یې لا نه دي پيل.

هغه زیاته کړه، خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر دې لار خپل ناروغان او سوداګریز توکي پاکستان ته ولېږدوي، بلکې اړ دي چې خپل ناروغان او سوداګریز توکي لومړی کلات، بیا کندهار او له هغه ځایه پاکستان ته ولېږدوي.

دی وايي، دغې چارې د دوی لار اوږده کړې او ستونزې یې ډېرې کړې دي.

دغه راز هغه یادونه وکړه چې د شملزو ډېری اوسېدونکي د کرښې هغې غاړه دوستان او خپلوان لري چې د لارې بندېدو په وجه یې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له یو او بل سره نه دي لیدلي.

دی وايي، د لاریون کوونکو غوښتنه دا ده چې د شملزو لار دې خلاصه شي څو له یوه پلوه خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او له بل پلوه د ولایت په کچه اقتصاد او سوداګري وده وکړي.

د لاریون بل ګډونوال حکمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې د شملزو لار پرانیزي.

هغه زیاته کړه: «که دغه لار پرانیستل شي نو خلک به وکړای شي خپل ناروغان په اسانۍ پاکستان ته ولېږدوي، اوس د لارې د لرېوالي له امله ډېری ناروغان ژوند له لاسه ورکوي، د دې تر څنګ د ولسوالۍ کارګر سلګونه متره لار وهي او بیا پاکستان ته د کار لپاره رسېږي خو که دا لار خلاصه شي نو له ۱۰۰ کیلومتره سفر وروسته به دغه هېواد ته ورسېږي.»

د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له لاریون کوونکو او د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په اړیکه کې دی او ډاډ یې ورکړی چې د دروازې په خلاصولو کې به همکاري کوي.

هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه د شملزو دروازې د پرانیستلو توافق شتون لري او دوی د دروازې د امنیت ساتنې په موخه هلته امنیتي کسان پر دندو ګوماري.

دی وايي، مرکزي ادارې ژمنه کړې چې پر دغه لار د ګمرک تاسیسات جوړوي او خلکو ته د تګ راتګ تر څنګ د سوداګرۍ زمینه برابروي.

د یادونې ده، موده مخکې د زابل سوداګرو هم ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شملزو ولسوالۍ کې د ګمرک فعالولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې دا ولسوالي دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي او سوداګریز بندر شي.

زابل د هېواد په سوېل کې د کابل- هرات پر لویه لار پروت ولایت دی چې له ډیورنډ کرښې سره ۶۴ کیلومتره ساحه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه