د زابل د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، د جګړې له درېدو سره، دغه ولایت ته له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
د زابل اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لېوني سپي ډېر شوي چې ګڼ ماشومان او لویان یې داړلي دي.
د زابل په مرکز کلات کې لسګونو کسانو په یوه لاریون کې په ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو ځورول په سختو ټکو وغندل او دا راز کړنې یې د نړیوالو قوانینو خلاف وبللې.
د زابل ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
کلات (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل
په زابل ولایت کې د علماوو ولایتي شورا رسماً خپل کارونه پیل کړل چې د چارواکو په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې ګومارل شوې ده.
کلات (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د زابل پوهنې ریاست وايي، اړوند وزارت ۱۸۲زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي چې ورسره به تر یوه بریده د کتابونو
د زابل په مرکز کلات کې د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو لپاره د زده کړې وړیا مرکز پرانیستل شو.
د زابل د مخابراتو رییس وايي، د دغه ولایت ۳ ولسوالۍ (دایچوپان، نوبهار او اټغر) له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي، خو په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې څو دا ولسوالۍ تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې پراخ امنیتي تدابیر نیولي څو ځوانان په ډاډه زړه پسرلنۍ عنعنوي مېلې ترسره کړي.
د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په نوي ښوونیز کال کې به د نورو ترڅنګ ۱۰۶ تړلي ښوونځي هم پرانیستل شي او څه باندې ۳۰زره هغو زده کوونکو ته به د زده کړو زمینه برابره شي چې په تېرو کلونو کې ترې بې برخې وو.