کلات (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د زابل پوهنې ریاست وايي، اړوند وزارت ۱۸۲زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي چې ورسره به تر یوه بریده د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل، پوهنې وزارت په یوه تازه ګام کې له لومړي تر دوولسم ټولګي ۱۸۲ زره ټوکه درسي کتابونه دغه ولایت ته راستولي چې ژر به پر زده کوونکو ووېشل شي.
هغه زیاته کړه، د دغو کتابونو له وېش سره به د مرکز کلات او ولسوالیو زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه بریده حل شي.
دی وايي، د دغه ولایت ډېر زده کوونکي له تېر کال راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو؛ خو سږ کال به دا ستونزه په ټولیزه توګه حل وي.
د پوهنې رییس د دې تر څنګ یادونه وکړه چې سږ کال به په دغه ولایت کې ۱۲۰ تړلي ښوونځي هم پرانیستل شي او زرګونو زده کوونکو ته به د زده کړې زمینه برابره شي.
د ده په خبره، یونيسېف ادارې ورسره ژمنه کړې چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د چټکو زده کړو ۳۰۰ سیمه ییز ټولګي فعالوي او ۹۰ زره ماشومان به پکې زده کړې کوي.
د زابل زده کوونکي خوشحاله دي چې اړوند وزارت د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړې ده.
د مرکز کلات اړوند د ترنک لیسې د لسم ټولګي زده کوونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت ۶۰ سلنه زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ وو.
هغه زیاته کړه، دې ستونزې د زده کوونکو د زده کړې بهیر اغېزمن کړی و او په سمه توګه یې زده کړې نه شوای کولای.
نوموړی له مسولینو غواړي چې د کتابونو د کمښت ستونزې د حل تر څنګ دې د ودانیو، مسلکي ښوونکو او درسي توکو د نشتوالي ستونزه هم حل کړي.
د حزب الله په نوم یوه بل زده کوونکي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کتابونو کمښت له امله زده کوونکي تېر ښوونیز کال له ستونزو سره مخ وو.
هغه زیاته کړه، د همدې ستونزې له امله ګڼو زده کوونکو په ټولګیو کې د درسي بهیر پر مهال په خپلو کتابچو کې نوټونه اخیستل؛ خو سږ کال به له دې ستونزې خلاص وي او په ډاډه زړه به خپل درسونه تعقیبوي.
دی هم له پوهنې ریاسته غواړي چې د مرکز تر څنګ دې د ولسوالیو ښوونځیو ته پاملرنه وکړي او اړتیاوې يې پوره کړي.
د یادونې ده چې د زابل تر څنګ د هېواد د نورو ولایتونو زده کوونکي هم د کتابونو له کمښت سره لاس او ګرېوان وو او لا هم دي چې چارواکي د دغې ستونزې د هوارولو ژمنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










