په زابل کې د پوهنې رياست له خوا د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې. په دې وروستيو کې په زابل کې د کرکټ مينه وال زيات شوي او دا مهال په دې ولايت کې سلګونه ځوانان دا لوبه کوي.
امنیتي چارواکي وايي، د زابل په شملزو ولسوالي کې یې پاکستان ته د ۳۵۰ پسونو د قاچاق مخینوی کړی او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت ډېرې سیمې د مخابراتي شبکو له خدماتو بې برخې دي، خو په هغو سیمو کې چې دا خدمات شته، کیفیت یې ډېر ټیټ دی.
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې یوه مزدا موټر یوه ماشومه وهلې او مړه کړې ده.
د زابل مستوفیت وايي، د تېر مالي کال په اوږدو کې یې ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي چې د مخکني جمهوري نظام پر مهال او بیا له بدلون وروسته له مالیاتي او غیر مالیاتي سرچینو ترلاسه شوي دي.
کلات (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شېخال کلي څه له پاسه ۲۰۰
په زابل کې د روغتیايي خدماتو د پياوړتیا او لرو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسولو په موخه، د دغه ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۸ موټرسایکلونو مرسته وشوه.
د زابل په مرکز کلات کې د عزیزالله په نوم یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
د زابل د عدلیې ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې له غصبه د دولتي ځمکو د خلاصون لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله په مرکز کلات او ولسوالیو کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې او په تړاو یې ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د زابل روغتیايي چاروراکي وايي، د روان زېږدیز کال په درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۱۰۱۷ ماشومان، د شري په ناروغي اخته شوي چې ۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.
د زابل د ترافیکو مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.