ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د یوه کلي لسګونو اوسېدونکو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې

د زابل د یوه کلي لسګونو اوسېدونکو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې

author avatar
18 May 2022 - 00:04
د زابل د یوه کلي لسګونو اوسېدونکو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې
author avatar
18 May 2022 - 00:04

کلات (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شېخال کلي څه له پاسه ۲۰۰ اوسېدونکي کولرا ته په ورته ناروغي اخته شوي چې له ډلې یې د ۲۰ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ځایي روغتیایي مسوولینو په وینا، دغه ناروغان چې ماشومان، ښځې او نارینه په کې شامل دي، د شدید اسهال، خوا ګرځي او تبې نښې لري.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د شاجوی ولسوالۍ د شیخال کلي په شاوخوا ۲۱۰ اوسېدونکو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې چې د درملنې لپاره یې سیمې ته روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.»

هغه زیاته کړه، روغتیايي ډلو تر دې مهاله له ۱۰۰ د ډېرو ناروغانو درملنه کړې خو ۲۰ تنه چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه وو، د درملنې په موخه د شاجوی روغتیايي مرکز او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دی وايي، په خپله هم سیمې ته پر لاره دی څو د ناروغانو وضعیت له نږدې وګوري او د اړتیا پر مهال بېړنۍ مرستې ورسره وکړي. هغه دا یوه میکروبي ناروغي یاده کړه او ویې ویل، په ناروغانو کې ماشومان، ښځې او نارینه شامل دي چې د شدید اسهال، خوا ګرځي او تبې نښې لري.

ده ډاډ ورکړ چې د زابل د عامې روغتیا ریاست کافي امکانات په واک کې لري او هڅه کوي د ناروغانو سمه درملنه وکړي.

د شاجوی د شیخال کلي یوه اوسېدونکي فتح خان پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ناروغي د یوه واده په ګډونوالو کې د خوړو له امله خپره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «نن غرمه په لوړ شیخال کلي کې واده و، له واده یو دېګ د پسه غوښه پاتې وه چې نن شپه مېلمنو خوړلې او ټول یې ناروغان کړي دي.»

دی وايي، ډېری ناروغان شدید اسهال، خوا ګرځی او تبه لري چې د ځینو روغتیايي حالت خراب دی.

د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي محمد هاشم هم پژواک ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰ کسان- چې په یوه واده کې یې ګډون کړی وو- د خوړو له امله ناروغان شوي دي. دی وايي، سیمې ته ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي را رسېدلي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.