د زابل په مرکز کلات ښار کې یوه کس په خپل شخصي لګښت موزیم جوړ کړی چې لسګونه تاریخي اثار یې پکې خوندي کړي دي.
د زابل په مرکز کلات کې، د امام ابو حنیفه (رح) په نوم مدرسه پرانیستل شوه چې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې ولایتي چارواکو، دیني عالمانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د نورک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل په مرکز کلات کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پنځه ورځنی د کتابونو نندارتون جوړ شو .
د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې یوې سیمهییزې راډیو – چې د تېر حکومت په وروستیو کې یې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې شوې وې – بېرته فعالیت پیل کړ.
د زابل په مرکز کلات کې د پنځو مرکزي لیسو د زده کوونکو تر منځ د کرکټ سیالۍ چې یوولس ورځې مخکې پيل شوې وې، نن د ترنک لیسې د زده کوونکو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
په زابل کې د میرویس نیکه پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه په لومړي ځل ۷۲ نارینه او ښځینه محصلین فارغ او فراغت لیکونه ورکړل شول.
د زابل ځوانان وايي، په دولتي او نادولتي ادارو کې دې د کار زمینه ورته برابره شي او د دوی له وړتیاوو دې کار واخیستل شي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ناقانونه درملتونونو خلاف کمپاین پیل کړی او تر دې مهاله یې ۴۰ دغه ډول درملتونونه تړلي دي.
د زابل چارواکي او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې تر پخوا یې په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
په زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په لړ کې به یې، د دغه ولایت ۱۷۲ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین او ویټامین اې ورکړل شي.