Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې ۴۰ ناقانونه درملتونونه وتړل شول

کلات (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ناقانونه درملتونونو خلاف کمپاین پیل کړی او تر دې مهاله یې ۴۰ دغه ډول درملتونونه تړلي دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چي د ناقانونه درملتونونو خلاف کمپاین د اړوند وزارت او ولایت مقام په لارښوونه پیل شوی دی.

ده زیاته کړه، د دغه کمپاین په لړ کې په مرکز کلات کې ۴۰ هغه درملتونونه وتړل شول چې د فعالیت جوازونه یې نه درلودل.

هغه وايي، دا مهال په دغه ولایت کې تر ۸۰ درملتونونه او ۵ روغتونونه شته چې دوی یې چارې او خدمات په پر له پسې توګه څاري.

د نوموړي په خبره، ډېر ژر به ناقانونه درملتونونو خلاف کمپاین ولسوالیو ته هم وغځوي.

په زابل کې د ډاکټرانو ټولنه او د ځینو درملتونونو څښتنان د عامې روغتیا ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، اړوند ریاست دې هغو درملتون لرونکو ته چې د فعالیت جوازونه نه لري، د جوازونو جوړولو لپاره وخت ورکړي او وزارت دې یې د توزیع په برخه کې همکاري وکړي.

د زابل د ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکټر عصمت‌الله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناقانونه درملتونونو تړل ښه ګام دی؛ خو تمه مو دا ده چې د عامې روغتیا ریاست د درملتونونو د څښتنانو ستونزې هم په پام کې ونیسي، څو له اقتصادي پلوه زیانمن نه شي او د درملتونونو تړلو پر مهال یې درمل تر وخت تېر نه شي.

هغه زیاته کړه، اړوند ریاست دې پر داسې یوې کړنلارې کار وکړي چې له مخې یې جواز نه لرونکو درملتونونو ته جوازونه ووېشل شي.

د یوه درملتون څښتن حاجي میرویس پژواک خبري اژانس ته وویل، درملتون لرونکي حق لري چې د جوازونو جوړولو لپاره وخت ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، دوی غواړي چې د فعالیت جواز ولري خو د عامې روغتیا وزارت یې نه ورکوي.

د نوموړي په خبره، دوی د درملتونونو په جوړولو پانګونه کړې، که همداسې تړلي پاتې شي نو درمل یې تر وخت تېرېږي چې درانه زیانونه به ور واوړي.

هغه د عامې روغتیا له ریاسته وغوښتل چې دوی ته د جوازونو تر جوړولو پورې وخت ورکړي څو خپل فعالیت روان وساتي.

په زابل کې د ناقانونه درملتونونو د تړلو کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکو شکایت درلود چې په درملتونونو کې درمل په لوړه بیه پلورل کېږي او ډېری ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي څو له ټاکلي درملتون پرته په بل درملتون کې درمل وانخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.