Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې چې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، نن بېرته پرانیستل شوې.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کان کیندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
سمنګان کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د یوه کان نړېدو له امله یوه کانکېدونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه څنډه کې یو شمېر ځوانان په یوه دوکان کې د مبایلونو پر ترمیم بوخت دي؛ دغه دوکان د محمدابراهیم حسنزاده په نوم د هغه دېرش کلن ځوان دی چې پر دواړو پښو معلول دی خو توانېدلي یو بریالی کاروباري شي.
د سمنګان یوې اوسېدونکې سلطانې واحدي د ۴۰ زره افغانیو په پانګونې سره د لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړه کړې او له دې لارې یې د دغه ولایت لسګونو بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د سمنګان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د ډبرو سکرو مارکېټ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کارګر ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د روغتیا برخه کې د پنځو پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP