Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سمنګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې مسوولین وايي، ترلاسه شوي پنځه قلمه لرغوني اثار د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
د سمنګان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي دي.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګارنیونې له امله درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
په لغمان او سمنګان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۹ کسان ټپيان شوي دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د نهو ښځو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان شوي دي.
سمنګان کې د حلبيسازۍ صنعت یو له پخوانیو صنعتونو دی چې د خلکو د ژوند طریقه کې د بدلون له امله د هېرېدو په حال کې دی، خو حلبيسازان وایي چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
سمنګان کې ځایی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې سمنګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو چکډیمونو او فراه کې د دوو استنادي دېوالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سمنګان د نوي ښارګوټي ځيني اوسېدونکي وایي چې دغه ښارګوټي کې خلک لومړنیو خدماتو لکه ښوونځي، روغتیایي مرکز، د څښاک اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري، خو مسوولین د یادو ستونزو پر هواري ټينګار کوي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړالي شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په ټیټېدو سره هم د لومړنیو توکو بیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن