Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پرلهپسې وچکالۍ او د کنځلو دانو له کرلو سره د کروندګرو لېوالتیا کمېدو، په دغه ولایت کې د کنځلو غوړو بیه په بېساري ډول لوړه کړې ده.
د سمنګان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۶۱۷ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۰۹ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
سمنګان کې یو شمېر بڼوال چې د انجې بوټي روزلو او کرلو لپاره یې میوهلرونکې ونې وهلې وې، اوس یې د یاد بوټې د شیرې بیې ټیټېدو له امله د باغونو جوړولو په ځانګړې توګه د بادام نیالګیو کېنولو ته لېوالتیا ډېره شوې ده.
ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو به تور نیول شوي دي.
د سمنګان چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې روان کال په دغه ولایت کې ۲۴۸ نادر مرغان، څلور لېوان او ۲۰ ښکار شوي کبان بېرته طبیعت ته خوشي او په دې تړاو ۳۱ کسان هم نیول شوي دي.
کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د سمنګان – بغلان پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې مسوولین وايي، ترلاسه شوي پنځه قلمه لرغوني اثار د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
د سمنګان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي دي.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګارنیونې له امله درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن