ایبک (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله څلورو کانکيندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د درهصوف بالا ولسوالۍ په «لیلهوقوبي» کلي کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله څلور کان کیندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې شوي وو.
هغه زیاته کړه چې تېرې درې ورځې د یادو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې وې او بالاخره تېره شپه د څلورو کانکیندونکو مړي له خاورو راوایستل شول.
د رحماني په خبره، د یادې پېښې قربانیان د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې د ورته پېښو له امله لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادو پېښو اصلي لامل د کانونو غیرمعیاري کیندنه ښودل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP