منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سمنګان

۱۸۵ راپورونه

راپورونه

غړي

سمنګان کې د اوبو رسولو شپږ پروژې بشپړې شوې

سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۴۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شپږ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

غړي

سمنګان کې د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ  پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایب‌‌اتلولۍ پای ته ورسېدې.

غړي

د سمنګان په مرکز ایبک کې د ځمکې کېناستو پېښه؛ د سیمې یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي

سمنګان کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز ایبک په سنجیتک خوستي سیمه کې له دوو ورځو راهیسې ځمکه د کېناستو په حال کې ده چې له امله یې د سیمې لسګونو اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.

د اختر په رارسېدو سره‎ سمنګان کې د رخت پلورونکو او خیاطانو کارو‌بار غوړېدل؛ خو خلک له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

د کوچني اختر په را نږدې کېدو سره د سمنګان ځيني خیاطان او رخت پلورونکي وایي چې کارو‌بار یې د تېر کال په پرتله ښه شوی، خو خلک له اقتصادي ستونزو او د جامو ګڼدلو له لوړې بیې شکایت لري.

د انجې بیې ټیټېدل؛ سمنګان کې خلکو بېرته د بادام باغونو جوړولو ته مخه کړې ده

سمنګان کې یو شمېر بڼوال چې د انجې بوټي روزلو او کرلو لپاره یې میوه‌لرونکې ونې وهلې وې، اوس یې د یاد بوټې د شیرې بیې ټیټېدو له امله د باغونو جوړولو په ځانګړې توګه د بادام نیالګیو کېنولو ته لېوالتیا ډېره شوې ده.

نور راپورونه