ایبک (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د سمنګان چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې روان کال په دغه ولایت کې ۲۴۸ نادر مرغان، څلور لېوان او ۲۰ ښکار شوي کبان بېرته طبیعت ته خوشي او په دې تړاو ۳۱ کسان هم نیول شوي دي.
د سمنګان چاپېریالساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مدیر مولوي نجیبالله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د وحشي ژوو او کم پیدا مرغانو پر ښکار بندیز لګېدلی، هيڅوک حق نه لري چې ښکار یې کړي.
هغه زیاته کړه، وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د وحشي ژوو ښکار د پام وړ ډېر شوی و، ځيني نادر مرغان هم د ورکېدو له ګواښ سره مخ وو چې چاپېریالساتنې ریاست د ژوو انقراض مخنیوي په موخه د ولایت له مقام، امنیې قوماندانۍ او کرنې ریاست سره په همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې څلور لېوان، ۲۰ کبان او ۲۴۸ کم پیدا مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شوي او په دې تړاو ۳۱ کسان هم نیول شوي دي.
حیدري د سمنګان له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د ښه طبیعت او منظر، د ژوو او کم پیدا مرغانو ډېرېدو په موخه دې له دې کمېټې سره همکاري وکړي.
د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي یوه اوسېدونکي شفیعالله پژواک ته وویل چې په تېرو کلونو کې د ژوو او کم پیدا مرغانو ښکار د پام وړ ډېر شوی و، خو سږ کال د دغه کلي څو کسان د ښکار او د یوه لېوه د شکنجې په تړاو د چاپېریال ساتنې په تور ونیول شول، دا چاره د دې لامل شوه څو د دغه کلي خلک نور نو ښکار پسې غرونو او دښتو ته ولاړ نه شي.
له دې مخکې د سمنګان ځينو اوسېدونکو هم په دغه ولایت کې د ژوو او مرغانو د له منځه تلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له مسوولینو یې غوښتي وو چې پرې نه ږدي د سمنګان طبیعت له ژوو خالي شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن