د سمنګان چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې روان کال په دغه ولایت کې ۲۴۸ نادر مرغان، څلور لېوان او ۲۰ ښکار شوي کبان بېرته طبیعت ته خوشي او په دې تړاو ۳۱ کسان هم نیول شوي دي.