ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انجې بیې ټیټېدل؛ سمنګان کې خلکو بېرته د بادام باغونو جوړولو ته مخه کړې ده

د انجې بیې ټیټېدل؛ سمنګان کې خلکو بېرته د بادام باغونو جوړولو ته مخه کړې ده

author avatar
18 Mar 2024 - 16:07
د انجې بیې ټیټېدل؛ سمنګان کې خلکو بېرته د بادام باغونو جوړولو ته مخه کړې ده
author avatar
18 Mar 2024 - 16:07

ایبک (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): سمنګان کې یو شمېر بڼوال چې د انجې بوټي روزلو او کرلو لپاره یې مېوه‌لرونکې ونې وهلې وې، اوس یې د یاد بوټې شیرې بیې ټیټېدو له امله بېرته د باغونو جوړولو، په ځانګړې توګه د بادام نیالګیو اېښودو ته مخه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د انجه طبي بوټي یوه کیلو شیره درې کاله مخکې د سمنګان په بازارونو کې تر ۲۸ زره افغانیو پلورل کېده چې سږ کال په ۲۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

سمنګان کې یوه بڼوال اسلام‌الدین چې د ایبک ښاروالې د نیالګي مارکېټ ته د نیالګي اخیستو لپاره راغلی و، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د انجې د شیرې بیې ټیټوالي له امله اړ دی چې بېرته خپلو بڼونو کې د بادام او نورو میوو نیالګې کېنوي؛ ځکه چې د ونو وهل او انجه کرل ورته ګټور ثابت نشول.

هغه زیاته کړه: «دوه کاله مخکې مې د انجې تخم کښت کړ‎، د خپل بڼ ونې مې ووهلې چې له امله یې اوس له لوی اقتصادي زیان سره مخ یم، د انجې له کرلو څخه مخکې مې هر کال له ۹۰ زرو تر یو لک افغانیو حاصل ترلاسه کاوه خو دې دوو کلونو کې مې خپل ټوله شتمني د انجې بوټي پر کرلو مصرف کړه.»

سمنګان کې یو بل بڼوال محمدداد وویل، پر ځمکه مې لس کیلو د انجې تخم کښت کړ، سل زره افغانۍ لګښت پرې راغلی خو اوس یې د دغه بوټي یوه کیلو شیره هم ونه شو پلورلای.

نوموړي زیاته کړه: «اړ شوو چې خپله ځمکه کې میوه‌لرونکي او غیرمثمر نیالګي کېنوو، د نیالګیو کېنول ډېر لګښت نه غواړي او څرګنده ده چې له څو کالونو وروسته حاصل ورکوي او د دې ترڅنګ چاپېریال ته هم ښکلا وربښي.»

بلخوا، سمنګان کې یو شمېر نیالګي پلورونکي وايي، د پسرلي د موسم په راتګ سره د میوه‌لرونکو او زینتي بوټو بازار د دوو تېرو کلونو په پرتله تر درې برابره ښه شوی او د بادام د یوه نیالګي بیه له پنځو څخه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ایبک ښاروالۍ د نیالګیو بازار کې یو نیالګی پلورونکی نورالدین وايي: «له دوو کلونو راهیسې په سمنګان کې د نیالګیو بازار پیکه و؛ ځکه ډېر شمېر خلکو د انجې بوټي کرلو ته مخه کړې وه، چا نیالګي نه پېرودل او موږ اړ وو چې یو نیالګی په پنځه تر لسو افغانیو وپلورو.»

خو نوموړی د نیالګیو د پېر او پلور بازار له ښه کېدو خوښي څرګندوي او وايي چې سږ کال د بادام یو نیالګی په ۷۰ افغانۍ او د زردالو یو نیالګی په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

سمنګان کې یو بل نیالګی پلورونکی خال‌بای وايي چې تېر کال یې دوه زره نیالګي پلورلي وو خو سږ کال یې تر اوسه له ۷ زره ډېر بېلابېل نیالګي پلورلي او تر اوسه د پسرلي پیل دی ښایي لا ډېر نیالګي وپلوري.

هغه هم د کاروبار د ښه کېدو لامل د انجې بیې ټیټېدل بولي او وايي، په هغو کلونو کې چې د انجې شیرې وده کړې وه، درې نیالګي مو تر لسو افغانیو هم پلورلي دي.

ورته مهال، د سمنګان د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د طبي بوټي انجې د شیرې بیې ټیټېدل د دغه بوټي کروندګر زیانمن کړي او د پسرلي موسم په رارسېدو سره بڼوالو د بېلابېلو نیالګیو په ځانګړې توګه د بادام پېرلو او کېنولو ته مخه کړې ده.

د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو، او مالدارۍ ریاست د طبي بوټو د تنظیم مدیر نجیب‌الله خرم پژواک ته وویل چې سږ کال دغه ریاست له ۱۱۰۰۰ ډېر ثمرلرونکي او بې‌ثمره نیالګي په بېلابېلو برخو او دولتي ادارو کې د ښار د ښایست او د ککړتیا کمېدو لپاره کېنولي دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې تېرو کلونو کې د یاد ولایت بڼوالو خپلې ونې پرې کړې او د انجې بوټي کرلو ته یې مخه کړې وه چې له بده مرغه د تقاضا کمېدو او د کروندګرو ډېرېدو له امله د یاد بوټي بیه ډېره ټیټه شوه او یو شمېر بڼوال یې زیانمن کړي دي.

هغه وویل، سږ کال یو شمېر بڼوالو د میوه‌لرونکو ونو کېنولو ته مخه کړې چې د سمنګان د کرنې ریاست به د نیالګیو کېنولو له ډېرېدو په هرکلي سره بڼوالو او کروندګرو ته د یادو نیالګیو په ساتنه کې عامه پوهاوی ورکړي څو د هغوی حاصلات لا ډېر شي.

Visits: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.