سمنګان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د سمنګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.
د سمنګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه او خاوند یې ټپي شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي، سمنګان او بدخشان کې د غلاوو په تور د لسو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې ۲۳ کلنه فرزانه مراد چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو د یوې کارګاه په رامنځته کولو یې یو شمېر نورو ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړې، پر دې باور ده چې د هڅو، زغم او نوښت له لارې کولای شو محدویتونه د ځان لپاره په فرصت بدل کړو.
د سمنګان ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکېټبال سیالۍ د «نمبر ۲ لېسې» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت نږې ۸۰ ځوانانو ته په بېلابېلو برخو د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوه. خو بلخوا، د دغه پروګرام ګډونوال له حکومته د دوامدراه کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د سمنګان ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ ټیمونو په ګډون پیل شوې.
سمنګان کې ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز او حضرتسلطان ولسوالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
په سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې داخلي بېځایه شوو کورنیو او راستنو شوو کډوالو ته د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله څلورو کانکيندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د څارویو بیې لوړې شوې، خو مالداران بیا د څارویو د بیو لوړېدل لامل پرلهپسې وچکالي او د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالی بولي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کورنیو محصولاتو د استفادې فرهنګ دودولو په موخه د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د یوه قومي مشر د وژلو په پېښه کې د لاس لرلو په تور درې کسان نیول شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د ایبک – مزارشریف لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
د سمنګان ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقدام غوښتنه کوي خو مسوولین وايي چې دې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې څه باندې اته زره هکټاره کرنیزه ځمکه او څرځایونه له دغه طبیعي افته پاک شي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه وکړی دی.
د سمنګان د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او په دغه ولایت کې موټرچلوونکي وايي چې د ایبک – دره صوف سړک خرابوالي له امله اړ دي چې اوږده لار ووهي او بیا د مزارشریف له لارې د دغه ولایت مرکز ته ورسېږي.