Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت حضرت‌سلطان ولسوالۍ په «ګوردره» سیمه کې شوې ده.

په وینا یې، د یادې ولسوالۍ درې تنکي ځوانان د څارویو څرولو پر مهال له یوې هاوان مرمۍ سره چې له تېرو جګړو پاتې وه، مخ شوي، د لوبو پر مهال مرمۍ چاودنه کړې او درې واړه ټپیان شوي دي.

رحماني زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر روغتیايي مراقبتونو لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.