ژبه

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

<p style="text-align: justify;">ایبک (پژواک،۱۲چنګاښ ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن (پنجشنبه) د دغه ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې د ایبک – مزارشریف پر لویه لاره شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه چې دغه پېښه له سړکه د یوه فیلډر موټر د وتلو له امله شوې ده چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې د پېښې لامنځته کېدو لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي یاده کړې ده.</p>

ورته موضوع