Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د یوه قومي مشر د وژلو په تور درې کسان نیول شوي

ایبک (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د یوه قومي مشر د وژلو په پېښه کې د لاس لرلو په تور درې کسان نیول شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه قومي مشر د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال یوې ټلیفوني اړیکي ته له ځواب ورکولو وروسته په یوه کرولا موټر کې له خپل کوره وتلی او بیا لادرکه شوی وو.

د رحماني په خبره، د پولیسو په هڅو د یاد کس مړی موندل شوی او څېړنې ښيي چې وژل شوی دی.

هغه وویل چې د دغه قومي مشر د وژلو په تور د امنیتي ځواکونو لخوا درې کسان نیول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې لامل شخصي دښمني بللې ده.

د یادونې ده چې وژل شوی کس حاجي محمداکبر نیازی نومېده او د سمنګان قومي مشر و چې دوه کاله مخکې د ایبک د یوې ناحیې د ګذر د وکیل په توګه ټاکل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.